افغانستان کې د سولې هڅو پنجاب وارخطا کړی
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

وړمه ورځ د اکتوبر په شپږمه ، واشنګټن پوست ورځپاڼې د افغان او عربي سرچینو په قول راپور ورکړ چې  « د طالبانو او د افغانستان د حکومت استازو په خپل هیواد کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره پټې خبرې پیل کړي دي.

واشنګټن پوسټ د سرچینو نوم نه دی اخیستی خو د هغو له خولې یې ویلي چې خبرو کې د طالبانو شاملو استازو ته د کوټې شورا او د هغې مشر ملامحمدعمر واک ورکړی دی . »

ریښتیا هم که هېواد کې د پېښو روستی بهېر وڅارو ، ښکاري چې د دولت د ځینیومخالفو وسلوالو سره د روغې جوړې په موخه ، په افغان دولت کې سولې ته د ژمنو ځواکونو هڅې زیاتې شوې دی .

په نړیواله کچه هم د روغې جوړې خبرو ته اوس د اوریدو غوږونه زیاتیږي . د امریکا ولسمشر اوباما او په راوروسته کې افغانستان کې د ناټو عمومي بولندوی دیوید پيټریوس هم د افغان دولت او وسلوالو مخالفینو تر منځ له خبرو اترو څخه خپل ملاتړ څرګند کړی دی .

خو که یوخوا په کور دننه ، سیمه او نړیواله کچه د روغې جوړې هڅې زیاتیږي او کوښښ دا وي چې د جګړې پر لمبو اوبه وپاشل شي او ولسونه د جګړې پرځای سولې ، امنیت ، پرمختګ او سوکالۍ ته وهڅول شي بلخوا د جګړې ، ترهګرۍ او شرارت ځواکونه هم چوپ نه دي ناست او ورځ تربلې زیات د روغې جوړې ، سولې او امنیت پر سنګرونو یرغل وروړي او په دې لار کې پخپل ټول شیطاني ځواک جنګیږي !

کله چې افغانستان کې د روغې جوړې او سولې خبرې زور اخلي ورسره سم پنجاب کې د شرارت مرکزونه فعالیږي او هلته روزل شوې او پالل شوې بلاګانې د افغانستان په لور راخوشې کیږي . دا چې دې روستیو کې جنرال حمیدګل د بي بي سي لخوا غږول کیږي او وايي «  دوی  ( دلته د حمید ګل موخه افغانان دي ) له بهرنیو سرتیرو څخه غوښتي چې راشی او افغانستان اشغال کړي ، دا نه هیریدونکې ده او طالبان به هیڅکله د خبرو اترو لپاره حاضر نه شي .طالبان باید یوازې طالبان و نه بلل شي دوی د افغانانو له ملی مقاومت څخه استازيتوب کوي . حکمتیار او ډیر نور مجاهدین له طالبانو سره دي او د یو سیوري لاندې کار کوی ، کرزی او همکاران یې د افغانستان د خلکو په اند جنایت کوونکي دي »

« بارک اوباما باید له ملاعمر سره خبرې اترې وکړي ، دا د افغانستان د مسلې حل دی ، ایتلافي ځواکونه او ناټو څه کاره دي؟ دوی اشغالګر ځواکونه دي.دوی ټول باید افغانستان پریږدي او دا د ملاعمر او مخالیفینو غوښتنه ده.»

د حمیدګل په څرګندونو کې څو خبرې مهمې دي : لومړی داچې افغان دولت به له طالبانو سره مخامخ خبرې نه کوي او دا هغه زړه تګلار ده چې پاکستان پخوا هم په اتیاومو او نوي ومو کلونو کې مجاهدین نه پریښودل چې د دوکتور نجیب الله له حکومت سره مخامخ خبرې وکړي او هلته هم پنجاب د مجاهدینو پرځای په ژنیو کې د ملګرو ملتو په منځګړیتوب له افغانستان سره خبرې مخې ته بیولې . حمیدګل غواړي دلته هم هغه زړه تګلار وکاروي خو لږ په بدله بڼه یانې داچې دا ځل به د افغان دولت پرځای امریکا له طالبانو سره د پنجاب په منځګړیتوب خبري کوي . یوخوا به امریکا وي بلخوا به پنجاب وي او طالبان به هسې تش نوم وي ، دوی به د افغانانو پرځای د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره خبرې کوي !  هرڅه چې پنجاب او امریکا پریکړه وکړه ، افغانان باید هغه پریکړه ومني او کنه طالبان به په افغانستان کې جنګیږي او پنجاب به حق لري چې د طالبانو څخه ملاتړ وکړي ځکه چې د حمیدګل په وینا طالبان د ملي مقاومت څخه استازیتوب کوي !

همدارنګه بله خبره چې تر دې هم پوچه او بده ده ، دا ده چې حمیدګل او پنجاب یوازې د خرڅ شویو طالبانو او ګل بدین په استازیتوب نه غږیږي بلکې د ټولو افغانانو په استازیتوب غږیږي . دا چې ددې استازیتوب حق ده له کومه کړی د اریانتیا او پوښتنې وړ خبره ده ! 

بلخوا کومې خبرې چې پنجاب او حمیدګل يي کوي ، د ګل بدین ډله ټپله يي هم کوي . د اکتوبر پر اوومه چې پر افغانستان د امریکا په مشرۍ د نړیوالې ټلګې « ايتلاف » د حملې له نهمې کالیزې سره برابره ده په دې اړه د ګل بدین د اسلامي ګوند په اعلامیه کې لولو : « افغانانو ته وايو: د لاس پوڅي حكومت هيڅ اداره، هيڅ تشكيل، هيڅ پرېكړه، هيڅ ځواك، كه دا پارلمان وي، كه اردو، پوليس او ملي امنيت وي، كه بانك وي، كه د زمكو وېش وي، كه د سولي او روغي جوړي په نامه دروغجن او غولوونكي اعلانونه وي او كه شوراگاني او كميسيونونه ورته جوړول وي، هيڅ څه ئې مه د اعتبار وړ گڼئ او مه دا طمعه ترې كوئ چي د هېواد او افغان ولس په گټه د څه كولو توان او واك لري، له بانكونو نه خپل امانتونه وباسئ، دا بانكونه د دې لپاره جوړ شوي چي د افغانانو شتمني لوټ كړي، خارج ته ئې انتقال كړي او د امريكايي ځواكونو له وتلو د مخه له هېواده كډه شي، بايد دې ته متوجه وئ چي د زمكو او په ښارونو كي د استقرار په اړه نه د شمالي ائتلاف د خبيث دور تصرفات قانوني دي او نه د اوسني امريكائي حكومت تصرفات، نه ئې اسناد اعتبار لري او نه قبالې، نه ئې مجاني وېش معتبر گڼل كېږي او نه پېر پلور، اخيستونكي دي پوه وي چي هلي ځلي او مصارف به ئې هدر ولاړ شي. په قومي او مذهبي بنيادونو جوړ شوي ښارگوټي به د دولت په حساب مصادره كېږي، د شهداوو او ايثارگرانو كورنيو او بې كوره مهاجرينو ته به وركول كېږي »

دا خبرې د لغمان د خلکو دې اصطلاح ته پاتیږي « بز بز نه مر ، که جو لغمان میرسد » . د ګل بدین ډلې په ۹۰  ومو کلونو کې لکه د مجاهدینو د نورو ډلو پشان د کابل په جګړو کې ازماینه ورکړې . افغانانو ته يي د کورونو پرځای ګورونه ورکړي . کابلښار يي وران کړی او د هېواد ګوټ ګوټ يي د افغانانو په وینو لمبولي دي . افغانان ، ګل بدین او د هغه پشان نور جهادي مشران ښه پېژني او په دې اړه یو جهادي مشر هم  زیاتو لاپو ، باټو ته اړتیا نلري  !

دا چې له افغانستانه دې د لویديځ ځواکونه ووځي په پنجاب کې لومړی د حمیدګل او یا کوم بل په خوله ویل کیږي او روسته د پنجاب طوطیانو هر یو ملاعمر، ګل بدین او نورو ته په خوله کې ورکول کیږي چې هغه تکرار کړي او شخوند پرې ووهي .

دې ورځو کې د ناټو د ۵۰ اکمالاتي موټرو سوځول هم چې د ناټو په وړاندې د پنجاب د نااعلان شوې جګړې په مانا دي ، د سولې خبرو د مخنیوي لپاره اغیزمنه وسله ګڼل کیدای شي .

بلخوا د وال ستریټ ژورنال په وینا « ای ایس ای افغاني بلواګر لمسوي چې خپلې حملې لا زیاتې کړي او ملکي وګړي هم په نښه کړي . همدارنګه ای ایس ای طالبان هڅوي چې د سولې خبرو په وړاندې ودریږي او هغه ومنه مني . په کونړ کې د طالبانو یو ځايي بولندوی د وال ستریټ ژورنال خبریال ته ویلې چې ای ایس ای غواړي هغه بولندویان چې د دوی لارښوونې نه مني بندیان کړي . نوموړي ویلي چې غواړي د بهرنیانو په وړاندې له جګړې لاس واخلي ، خو ای ایس ای غواړي چې د پولیسو ، سرتېرو ، ښوونکو او انجینرانو په وژلو سره ولس وډاروي . نوموړی زیاتوي کله چې يي نه غوښتل د ای ایس ای پورته لارښوونې او امرونه پلي کړي ای ایس ای هوډ ونیو چې نوموړی بندي کړي .      

په کور دننه هم  شیطاني ځواکونه د پنجاب او حمیدګل تبر ته لاستی کیږي او د ګل بدین او نورو ترهګرو پشان غواړي د روغې جوړې خبرې شنډې اود سولې هڅې په اوبو لاهو کړي .

څو اونۍ وړاندې په هغه غونډه کې چې د شهید اوونۍ په نوم جوړه شوې وه د ولسمشر پخواني مرستیال احمد ضیا مسعود د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې پر خبرو اترو کلکه نیوکه وکړه ، نوموړي زیاته کړه « ''د افغانستان د کړکېچ د اواري لپاره دا ډېره مهمه ده چې موږ ولې پخپله له پاکستانيانو سره خبرې اترې و نه کړو »

دلته هم وینو ددې پرځای چې غوټه په لاس پرانیځو په لویلاس د کور دننه خبرې تاریخي دوښمن پنجاب ته په واک کې ورکوو او له دوښمنه غواړو په موږ کې سوله راولي !

بل ګاونډی ایران هم  غواړې چې له پاکستانه روسته پاتې نشي او په افغانستان کې د جګړې تنور تود وساتي د اکتوبر په شپږمه يي نیمروز ولایت ته ۱۹ ټنه چاودېدونکي توکي  راننیستې چې د نیمروز ولایت د ګمرک لخوا نیول شوي .

په دې توګه ګورو د روغې جوړې او سولې دوښمنان که د افغان دولت په دننه کې دي ، که د مذهبي سخت دریځو په بڼه دي او یا د پنجاب په پوځي کړیو او ای ایس ای کې ناست دي ، ټول سره یو دي .

د افغانستان او سیمې په دې شېبه کې د سوله پالو او مختګ پالو دنده ده چې پخپل یو موټيتوب سره د شیطاني او شرارت ځواکونو مخه ډب کړي ، افغانستان ته سوله راوګرځوي او په سیمه کې د دیموکراسۍ او پرمختګ هيلې ژوندۍ وساتي !

اخځونه :

ــ تاند بریښپاڼه

ــ د بي بي سي پښتو بریښپاڼه

ــ افغان جرمن ــ انلاین بریښپاڼه

د ۲۰۱۰ کال د اکتوبر اوومه

 


October 8th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات